د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له پروان سه تر سرای شمالي د سړک قیر چارې په دقت او چټکۍ سره روانې دي

21 جوزا 1401

 
له پروان سه تر سرای شمالي د اصلي او فرعي کرښو دویم او دریم پړاو قیر چارې په پوره دقت او چټکۍ سره روانې دي  او ډیر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست زیارکښ پرسونل د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي په ۲۰ مه د جمعې په ورځ په خپلو ټولو امکاناتو لاس پکار شوي دي او توانیدلي څو د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي د یوې کرښې قیر چارې ترسره کړي. د یاد سړک د نورو کرښو قیر چارې په تیرو اونیو کې بشپړې شوې دي او د ترافیکو پر مخ خلاصې دي. ټاکل شوې ده روانه اونۍ له تهیه مسکن تر سرای شمالي د یاد سړک قیر چارې هم ترسره شي. دا سړک له پروان سه تر سرای شمالي ټولټال ۲۴۶۰ متره اوږدوالی لري. د کیفیت د تضمین په موخه د یادې پروژې ټول ودانیز مواد د قیر له تولید تر پلي کیدو په پوره دقت په لابراتوار کې ازمایل کیږي. په همدې توګه د یاد سړک بنسټیز کارونه هم په پوره دقت له تخنیکي او فني معیارونو سره برابر ډیزاین شوي دي او ټول کارونه یې د مسلکي انجنیرانو تر څارنې لاندې ترسره کیږي. د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د پرسونلو له لوري د قلعه زمان خان شپیته متره سړک د قیر چارې هم په چټکۍ ترسره کیدې.