د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زرغونو سیمو د خړوب په موخه له تصفیه شوو فاضلابو د ګټې اخیستنې طرحه وړاندې شوه

19 جوزا 1401

له فاضلاب د بیا ځل ګټې اخیستنې لپاره د هڅو پر دوام، یوه خصوصي شرکت، د زرغونو سیمو د خړوب په موخه له تصفیه شوو فاضلابو د ګټې اخیستنې طرحه کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ته وړاندې کړه. نوموړي د یادې طرحې د بډاینې په موخه یو شمیر نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او زیاته یې کړه چې، له تصفیه شویو فاضلابو د زرغونو سیمو په خړوب کې ګټه اخیستنه کولای شي د ځمکې د خوږو اوبو په لګښت کې کموالی راولي. کابل ښاروال اړوند څانګو ته لارښونه وکړه، څو په دې برخه کې غوره لارې چارې ولټوي. نوموړي دغه راز زیاته کړه چې لوړ پوړیزې ودانۍ، ښارګوټي او هغه ادارې چې د فاضلاب د تصفیې سیسټم لري، باید وڅارل شي او دا چې تصفیه شوي فاضلاب د نباتاتو د خړوب وړ دي یانه، ډیر کار ترسره شي. که چیرته تصفیه شوي فاضلاب د کیفیت له نظره د زرغونو سیمو د خړوب وړتیا ولري، باید ګټه ترې واخیستل شي او که چیرته ستونزې ولري، په یوه داسې مکانیزم دې کار وشي، څو ګټې اخیستنې ته برابر شي. په کابل ښار کې د وګړو شمیر ورځ تر بلې مخ په ډیریدو دی او ورسره جوخت د ځمکې له خوږو اوبو ګټه اخیستنه هم ډیریږي. اړینه ده له فاضلابو د بیا ګټې اخیستنې د طرحې پلي کولو لپاره اړوند ادارې، بنسټونه او ښاریان ګډې هڅې وکړي.