الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له مراجعینو سره د کابل ښاروالۍ د رهبرۍ لیدنه او د دوی عریضو ته رسېدنه

19 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سیدعصمت الله عاصم د ښاریانو ستونزو ته د رسیدو په موخه د یادې ادارې له مراجعینو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې، د خلکو د اړتیاو او غوښتنو په برخه کې د کابل ښاروالۍ مسئولان خدمت کولو ته چمتو دي؛ او په وظیفه کې د هیڅ مسئول غفلت ورته د منلو وړ نه دی. نوموړي زیاته کړه چې د خلکو پرځای وړاندیزونو او نظرونو ته په پلانونو کې ځای ورکوي، څو د ښاریانو چاپیریالي ستونزې حل او ټولنېزې او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته شي. د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال وویل، چې ښار د ټولو ګډ کور دی او ټول یې پر وړاندې ګډ فردي او ټولنیز مسئولیتونه لرو، چې باید په سمه توګه یې ادا کړو. نوموړي وویل چې موږ د خدمت کولو په برخه کې ریښتیني یو او هڅه کوو څو د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه کړو او ښاریانو ته کاري پړاونه ساده او آسانه کړو.