الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کتاب له اونۍ د نمانځنې په مناسبت په شهرنو پارک کې د کتابونو نندارتون جوړ شو

25 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست او د علامه فیضاني کتابتون په نوښت په شهر نو پارک کې د کتاب له اونۍ د نمانځنې او کتاب ویلو ته د ښاریانو  د هڅونې په موخه اونیز د کتاب نندارتون پرانیستل شو. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وايي، کتاب غوره ملګری او د انسان تلپاتې یار دی او دا پروګرام مطالعې او کتاب ویلو ته د ښاریانو د هڅونې په موخه ترسره کیږي. نوموړي دغه راز  زیاته کړه چې د کتاب په وسیله کولای شو د هیواد شته ستونزې حل کړو. د کلتوري چارو رئیس د داسې نندارتونونو په جوړولو کې د هر راز مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې، دا ډول نندارتونونه به په نورو ناحیو کې هم ترسره شي.