د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند په سیمه کې د موټرپلورونکو ته مناسب ځای وټاکل شو

24 جوزا 1401

د ۳۰ جریبه او ۹۰۰ متر مربع په پراخوالي د کمپنۍ سیمې موټرپلورونکو ته د څوارلسمې ناحیې اړوند قرغې بند ته نیږدې مناسب ځای وټاکل وشو او نن د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له لوري په داسې حال کې چې د موټر پلورنځیو استازو هم ګډون درلود پرانیستل شو. شاوخوا ۴۰ موټر پلورونکي چې مخکې یې په کمپنۍ سیمه کې په یوه نا مناسب ځای کې فعالیت کاوه، د قرغې بند سیمې ته نیږدې لیږدول کیږي او دغه راز په یاده سیمه کې یو جومات، یو هوټل، یو د موټر مینځلو ځای او یو ورکشاپ هم په نظر کې نیول شوي دي. کابل ښاروالۍ د دوی د مصئون فعالیت په موخه دا موټر پلورونکي، قرغې بند ګلف لوبغالي ته نیږدې د ۳۰ جریبه او ۹۰۰ متره په اوږدوالي سیمې ته لیږدوي. کابل ښاروالي له یادو موټرپلورونکو سره په میایشتنۍ توګه ۵۵۰ زره افغانۍ قرارداد کړی دی.