الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شهرنو پارک د بیارغونې چارې پیل شوې

23 جوزا 1401

د زرغونو سیمو د پراختیا او ساتلو په موخه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د شهرنو پارک په بیارغونه کار پیل شو. ټاکل شوې ده په یاد پارک کې د خړوب په موخه منظم سیسټم جوړ شي او په یو لوی او غوره تفریحي مرکز بدل شي. اوس مهال د یاد پارک د چمن کرلو، ګلانو کرلو او ګلدانونو جوړولو چارې ترلاس لاندې دي او لا غوره ساتنې په موخه به یې له دې ډیر کار ترسره شي. د شهرنو پارک ۹۲۳۴۸ متر مربع پراخوالی لري او د کابل ښار یو له مهمو پارکونو شمیرل کیږي. له ښاریانو هیله کیږي، څو د یاد پارک د زرغونو سیمو، ګلانو، ونو او ګلدانونو په ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.