د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښار زرغون کمربند د پراختیا مسئولیت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو

31 جوزا 1401

د ا،ا،ا کابینې د ۹/۵/ ۱۴۴۳ نیټې د ۱۴ ګڼې ۹ بند مصوبې د حکم له مخې ، ۲۹۰۸ هکټاره د زرغون کمربند ځمکه له کرنې او اوبو لګولو وزارت څخه کابل ښاروالۍ ته ولیږدول شوه او له دې وروسته به یې مسئولیت د کابل ښاروالۍ پرغاړه وي. په یاده پروژه کې د نیالګیو کینول، خړوب او پراختیا او دغه راز د کابل ښار شاوخوا ناحیو( د منشي میرغلام ښارګوټي، د کور جوړولو تر قصبې د انجیرک سیمې، قرغه، غارو تنګی، شیردروازه غره ، بني حصار، اسمايي غره ، قلعه مسلم، مرنجان تپې او کلوله پشته تپې)  ونو د ساتنې مسئولیت هم کابل ښاروالۍ ته سپارل شوی دی. اوس مهال د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پرسونل د هوايي ډګر شمال لوري ته، په پنځلسمه ناحیه کې د ۲۶۴ هکټاره ځمکې او د قصبې په سیمه کې د یاد زرغون کمربند د ۶۴۰۰ ونو او نیالګیو په ساتنه او خړوب بوخت دي. له مودو وروسته یاده سیمه د یوې ژورې څاه او د اوبو د ۳ زیرمو د بیا فعالولو له امله په ابتدايي توګه خړوب شوه. د یادې سیمې د دوامداره خړوبولو او ساتنې لپاره یو شمیر مالي، انساني او تخنیکي سرچینو ته اړتیا لیدل کیږي. د کابل ښار زرغون کمربند د تفریحي ځایونو د ډیروالي، د هوا له ککړتیا څخه د مخینوي، له سیلابونو د مخنیوي، له خاورې او اوبو د ساتنې، د ځمکې لاندې اوبو د غښتلي کولو، د اقلیم له ناوړه اغیزو د مخنیوي، د روغتیايي وضعیت د ډاډمنتوب، د زرغونو سیمو د مخنیوي، د کاربن ډای اکسایډ د جذب او د اکسیجن د تولید په موخه په ۱۹ زره هکټاره ځمکه کې طرحه شوی دی، چې په تیرو شپږو کلونو کې یې یوازې په ډیره کمه ځمکه ۲۹۰۸ هکټاره کې د خړوبولو او زرغونتیا فعالیت ترسره شوی دی. له دې کبله اړینه ده یو شمیر پرسونل وګمارل شي او اړینې اړتیاوې تدارک شي، څو ټاکل شوې موخې ته چې د کابل ښار ښکلا او ښاریانو ته د آسانتیاو رامنځته کول دي، پام وشي. کابل ښاروالي له ټولو ښاریانو، په ځانګړې توګه له سوداګرو، بنسټونو او موسساتو هیله لري څو د یادې لویې پروژې په تمویل او بډاینه کې له یادې ادارې سره همکار او همغږي و اوسي.