د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د څارویو پلورلو او مدیریت په موخه ځانګړي ځایونه ټاکي

30 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې برخې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني تر مشرۍ لاندې په غونډه کې پریکړه وشوه، څو هرڅه ژر د اختر د قربانیو په موخه د څارویو د پلور او پیر لپاره ځانګړي ځایونه وټاکل شي. د مشخصو ځایونو په ټاکلو سره به  ښاري تاسیساتو ته زیان ونه رسیږي او له بل لوري به تنظیف ریاست وکولای شي په سمه توګه د اختر په ورځو کې د قربانیو او څارویو له امله رامنځته کیدونکي کثافات له ښاره راټول او د باندې ولیږدوي. د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال په ټینګار سره وویل، چې په ښاري سیمو کې دې د څارویو له پلور مخنیوی شي او له دې موضوع دې دوامداره څارنه وشي. څارویو پلورونکو ته دې خبر ورکړل شي، څو په عمومي ځایونو کې د څارویو له پلور ډډه وکړي، ځکه د ښاري تاسیساتو د ویجاړیدو سبب ګرځي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري، څو هر ژر د اختر د قرباینو په موخه د څارویو د پلور لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي، څو څاروي پلورنکي وکولای شي ډاډمن فعالیت ترسره کړي او له بل لوري هغه څوک چې څاروي اخلي له ځانګړو ځایونو یې ترلاسه کړي. ده راز د کثافاتو راټولولو لپاره هم ځانګړي تدابیر نیول شوي دي او په دې برخه کې د ښاریانو مرسته او همکاري اړینه ده. نوټ: د ځایونو مشخصې پتې د کابل ښاروالۍ د خپروندیه کانالونو له لارې ښاریانو ته ابلاغ کیږي.