د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د عوایدو په شفافیت او راټولولو ټینګار وکړ

28 جوزا 1401

د عوایدو د پر وخت راټولولو، ښاري نظم او پر وخت د مسئولیتونو ترسره کولو په موخه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ او د مرکزي ریاستونو او ۲۲ ګونو ناحیو د رئیسانو په ګډون غونډه ترسره شوه. کابل ښاروال د یو شمیر مسئولانو کړنې مثبت و ارزولې  او د عوایدو په راټولولو کې یې پر شفافیت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته یې کړه چې عواید باید پر وخت او شفافه توګه راټول شي او په دې برخه کې ورته د مسئولانو غفلت د منلو وړ نه دی. هغه ښاریان چې د ښاري محصول پوروړي دي، باید هرڅه ژر خپل پورونه ادا کړي. د کابل ښاروالۍ د عوایدو پر بنسټ ښاري خدمتونه ترسره کیږي، چې هیڅ حکمي او حقیقي شخص باید د هغه په ورکړه کې ناغیړي ونه کړي. کابل ښاروال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له دې وروسته ورته په چارو کې د مسئولانو غفلت د منلو نه دی او اړینه ده ټول په پوره ریښتینولۍ او کاري ارادې سره خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي. نوموړي د ګډونوالو د نظرونو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته د  ګډو مسئولیتونو او ګډې همغږۍ په اړه مسئولانو ته یو شمیر سپارښتنې وکړې چې په نظر کې نیولو سره به یې اوسنۍ وضعیت مثبت بدلون وکړي.