الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مینې د ج سیمې نښلوونکي سړک د خنډونو د خاورو په لیږدولو کار روان دی

27 جوزا 1401

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت خدماتي پرسونل د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مینې نښلوونکي سړک د استملاکي خنډونو پاکولو له امله د رامنځته شویو خاورو په پاکولو بوخت دي. په وروستیو ورځو کې له یاد سړک  ۴۰۰۰متره مکعب اضافي مواد لیږدول شوي دي. د ماسټر پلان له مخې یاد سړک د ۱۰۵۰ متره په اوږدوالي د ۳۰ متره پراخوالي د ویالو او او پلو لارو په ګډون په بنسټیزه او معیاري توګه جوړیږي. یاد سړک د خوشحال خان مینې ج سیمه قلعه وزیر له شیرولي وردګ واټ یا چهل متره سره نښلوي. د دې سړک په جوړیدو سره به د سیمې د خلکو ډیر شمیر چاپیریالي ستونزې حل او ښاري ترانسپورټي آسانتیاوې به رامنځته شي.