د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښار په کچه د کوڅه ډبو سپیانو مدیریت او شنډول لا پراخیږي

31 جوزا 1401

کابل ښاروالي پلان لري څو له همکارې مهیوانیمل هوم موسسې او نورو اړوند ادارو سره په همغږۍ د کوڅه ډبو سپیانو مدیریت او د شنډولو پروسه لا پراخه کړي. په وروستیو څو کلونو کې د ښار په کچه له غوره لارو چارو او تجربو کار اخیستل شوی دی او په بیلابیلو ناحیو کې د لیونیو سپیانو واکسین او د شڼدولو پروګرام پلی شوی دی او دا پروسه به لا پراخه شي. د یونت مرکزي ټیمونو سربیره په هره ناحیه کې ۱۰ کسه د کابل ښاروالۍ پرسونل په دې برخه کې مسلکي روزل شوي دي، څو وکولای شي پر وخت د کوڅه ډبو او لیونیو سپیانو ستونزې ته رسیدنه وکړي او دغه راز وکولای شي په اړوند ناحیه کې د یونټ له مرکزي ټیمونو سره مرسته وکړي. له یادو ټیمونو سره د ډاډمنتوب وسایل او د لیونیو سپیانو د نیولو وسایل لکه جال او ځانګړي قالبونه شته دي.