الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قرغې بند په سیمه کې د زرغون کمربند له پروژې ساتنه کیږي

1 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پرسونل د قرغې بند په سیمه کې د ۲۷۰ هکټاره په پراخوالي ځمکه کې د زرغون کمربند د ۱۵۰،۰۰۰ نیالګیو او ونو په خړوب او ساتنه بوخت دي. مخکې د دې کمربند ساتنه او خړوب د کرنې او اوبولګولو وزارت په غاړه وو، چې په وروستیو کې دا مسئولیت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو. د قرغې بند زرغون کمربند اوس مهال د یوې ژورې څاه، واټر پمپ او پنځو د اوبو زیرمو په وسیله خړوب کیږي. د یاد کمر بند د دوامداره ساتنې او خړوب لپاره یو شمیر مالي او انساني سرچینو ته جدي اړتیا لیدل کیږي.