د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د سلطان محمود غزنوي سړک د اصلي کرښو د دوام چارو له څرنګوالي لیدنه وکړه

1 سرطان 1401

کابل ښاروال مولوی عبدالرشید د سلطان محمود غزنوي سړک له پاتې چارو د لیدنې پر مهال د کار پر کیفیت او دقت ټینګار وکړ. له لب جر تر سرای شمالي چوک د کانالونو، د اوبو د لښتیو او نورو برخو په ګډون د ۲۰۵۲ مترو په اوږدوالي او ۶۰ مترو پراخوالي د سلطان محمود غزنوي سړک د اصلي لیکو کار بیا پیل شوی دی. په وروستیو کې قراردادي شرکت د سړک د تهداب په چارو کې سرغړونه کړې وه او کابل ښاروال یاد شرکت ته سپارښتنه وکړه څو هر څه ژر خپل کار اصلاح کړي. که چیرته د سړک جوړولو له معیارونو سره سم بیا هم یاد شرکت کار ونه کړي، جدي قانوني چلند ورسره کیږي. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه کړه څو د یاد سړک چارې په ټاکل شوي وخت او معیاري توګه ترسره شي. یو له هغه سړکونو  چې په تیر کې ورته کمه پاملرنه شوې ده او څو ځله یې کارونه ځنډول شوي دي د یاد سړک د اصلي لیکو جوړولو کار دی چې، په جوړیدو سره به یې د شمالي زون په ترافیکي حجم کې کموالی راشي او له بل لوري به ښاریانو ته ډیر شمیر آسانتیاوې رامنځته شي. اوس مهال کابل ښاروالۍ د یاد سړک د کورونو د استملاک ۹۰ سلنه چارې بشپړې کړې دي او خنډونه یې لمنځه وړي دي، څو د پروژې پلي کیدو ته غوره زمینه برابره شي.