د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په بازارونو کې دخوراکي اوغیر خو راکي توکو دکیفیت اونیټې څارنه روانه ده

1 سرطان 1401

دکابل ښاروالۍ دچاپیریالي ساتني اوچاپیریالي روغتیا ریاست له لوري په بازارونو کې دخوراکي توکو دکیفیت اونيټې دڅارنې پرمهال داوومې ناحیې اړونده دیوه لوی ګدام ترڅنګ یې یوشمیر هټیو کې تیر وخته خوراکي اوناخوراکي توکي ونیول، اودغه تیروخته توکي یې دله منځه وړلو لپاره ځانکري ځای ته ولیږل،څو خلګ ورڅخه ګټه پورته نه کړي. دغه راز دچاپیریال ساتني اوچاپیریالي روغتیا ریاست مسؤلینو وویل یاد تیروخته موادو څخه ګټه اخیستل دروغیتیا اوچاپیریال لپاره ناروغی منځته راوړي اوهر پلورونکی باید دهټیو څخه دتوکو درانیولو په وخت کې نیټې ته پاملرنه وکړي،څو دناوړه ناروغیو ښکار نشي. په همدې حال کې مسؤلینو هټیوالو اوصنافو ته یو شمیر روغتیايي لارښوني  هم وکړې اوزیاته یې کړه هټیوال باید دتوکو دپیر اوپلور په وخت کې ډیر دقیق اووسي، ځکه دتیروخته توکو څخه ګټه اخیستل دټولني لپاره دډول ډول ناوړه ناروغیو سبب ګرځي. هټیوال اواصناف  مکلف دي څو په خپله سیمه کې چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ته پام وکړي.