کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د کارته نو په سیمه کې د سړک جوړولو له چارو او د کابل ښاروالۍ اړوند د یو شمیر ودانیو د جوړیدو له کار څخه د لیدنې پرمهال د کار پر دقت او کیفیت ټینګار وکړ. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه څو د پروژو کار د کیفیت او دقت په نظر کې نیولو سره په معیاري توګه له ډیزاین سره برابر ترسره شي. کابل ښاروال وویل چې، تر کار لاندې پروژو څخه دې د کابل ښاروالۍ انجنیران او څارونکي دوامداره څارنه وکړي، څو د بیت المال د پانګې له بې ځایه لګښت مخنیوی وشي.
کابل ښاروال له ترکار لاندې پروژو لیدنه وکړه
2 سرطان 1401