د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د ۱۱ مې ناحیې د ۲۰ ګذر لپاره وکیل وټاکل شو

6 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د ۱۱ ناحیې د ۲۰ ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې  ښاغلي محمد اکرم شاکر وکولای شول د ۲۲۲ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ  خپله کړي. ګذر وکیل د ښاروالیو قانون د ۵۴ او د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې د ۱۳ مادې پر بنسټ د ورکړل شویو مسئولیتونو له مخې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي. د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.