الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې اړوند په ده عربانو سیمه کې دوردګو کوڅې د جوړیدو چارې پیل شوې

6 سرطان 1401

دکابل ښاروالۍ دټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور، دپنځمې ناحیې د رئیس مولوي صلاح الدین ابوبکر او د سیمې د یو شمېر اوسیدونکو په ګډون  د ده عربانو په سیمه کې د وردګو کوڅې دجوړولو چارې پټۍ په پیل شوې. یاده کوڅه د ټولټال ۱۵۶ مترو په اوږدوالي او د  ۲.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه جوړیږي. دا کوڅه به په بنسټیزه توګه د ۲۰ کاري ورځو په لړ کې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړه شي. دسیمې اوسیدونکو د دې کوڅې د جوړیدو چارو له پیل خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې  په جوړیدو سره به یې  چاپیریالي ستونزې حل او  ورسره به غوره ټولنیزې اسانتیاوې رامنځته شي. دوی د کابل ښاروالۍ له رهبرۍ وغوښتل څو د یادې سیمې د نورو کوڅو د جوړولو په موخه هم اقدام وکړي.