د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کوټه سنګي سیمه کې ښاري نظم رامنځته شو !

4 سرطان 1401

دکابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مسئولانو بشپړ ښاري نظم ته د رسیدو او د ګڼې ګوڼې د کمښت په موخه د کوټه سنګي( میرویس میدان) سیمه تر پل سوخته له ښاري بې نظمیو په بشپړه توګه پاکه کړه. هغه کراچۍ چې د پلو لارو د بندیدو سبب ګرځیدلې وې پاکې او له سیمې ولیږدول شوې. دغه راز د ناقانونه تاسیساتو او د هټیو مخې ته د رغونو سرغړونو ته هم رسیدنه وشوه. د څارنو په لړ کې یو شمیر تیر وخته خوراکي توکي تر پیژندلو وروسته ځانګړو ځایونو ته ولیږدول شول. په همدې لړ کې خپلسري د موټرو تم ځایونه هم ولیږدول شول او سرغړونکي جریمه او تادیب شول. د دوامداره ښاري نظم په موخه یاده سیمه د پنځمې ناحیې د مسئولانو له لوري څارل کیږي.