د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خوشحال خان مینې نښلوونکي سړک د جوړیدو چارې وڅارل شوې

7 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د کار ساتنې او مراقبت ریاست د رئیس مولوي عبدالحبیب او د پنځمې ناحیې د رئیس مولوي صلاح الدین ابوبکر په ملتیا د خوشحال خان مینې د ج برخې نښلونکي سړک چارې له نیږدې وڅارلې. نوموړي په یو شمیر برخو کې مسئولانو ځانګړې لارښونې وکړې  او د سړک پر وړاندې یې د شته د خنډونو په هر څه ژر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ. یاد سړک چې قلعه وزیر له شیرولي وردګ واټ یا څلویښت متره سړک سره نښلوي ټولټال ۱۰۵۰ متره اوږدوالۍ او ۳۰ متره پراخوالی لري چې په روان کال کې به یې چارې بشپړې شي. د دې سړک په جوړیدو سره به د چاپیریالي ستونزو د حل سربیره ډیر شمیر نورې ښاري آسانتیاوې هم رامنځته شي.