الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چارو د چټکتیا په موخه د سړکونو جوړولو چارې د شپې ترسره کیږي

6 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست پرسونل تیره شپه د خوشحال خان مینې د ج برخې نښلوونکي سړک د خنډونو او ناقانونه تاسیساتو په پاکولو بوخت وو. د شپې شفټ کاري ټیمونه د چارو د چټکتیا او ښاریانو ته د مزاحمت نه کولو په موخه رامنځته شوي دي. د کابل ښاروالۍ رهبري او پرسونل هڅه کوي څو تر لاس لاندې پروژې په دقت او چټکتیا سره پلې کړي. د خوشحال خان مینې د ج برخې نښلوونکی سړک د ۱۰۵۰ مترو په اوږدوالي د ۳۰ متره پراخوالي د ویالو او او پلو لارو په ګډون په بنسټیزه او معیاري توګه جوړیږي. یاد سړک د خوشحال خان مینې ج برخه  قلعه وزیر له شیرولي وردګ واټ یا چهل متره سره نښلوي. د دې سړک په جوړیدو سره به د سیمې د خلکو ډیر شمیر چاپیریالي ستونزې حل او ښاري ترانسپورټي آسانتیاوې به رامنځته شي.