د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست د فني او تخنیکي پرسونلو له لوري د ښاري سړکونو د تنویر څراغونو د فعالولو له چارو لیدنه وکړه او ټینګار یې وکړ څو د ښاري ښکلا او امنیت په موخه یاد څراغونه په بنسټیزه توګه فعال شي. په وروستیو کې د بره کي، باغ بالا، دارالامان، ده افغانانو، سیاه سنګ، هوايي ډګر، قلعه فتح الله او شهر نو سړکونو پر مسیر د تنویر څراغونه چې د یو شمیر تخنیکي دلایلو له امله غیر فعال وو، فعال شوي دي.
د ښاري سړکونو د تنویر څراغونو د فعالولو چارې پراختیا مومي
6 سرطان 1401