الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

حضوري چمن ته څیرمه د نجات څلي په بیارغونه کار پیل شو

13 سرطان 1401

د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري حضوري چمن ته څیرمه د نجات څلي د روښنایۍ په فعالولو او بیارغونه کار پیل شو. د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتل او بیارغونه د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی، چې په وروستیو کې په همدې موخه د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شوي دي. ښاري ښکلا کولای شي ښاریانو ته غوره او هیله بښونکی احساس ورکړي او په رواني دید کې یې غوره بدلون راولي. د ښاري ښکلا یو شمیر نور پروګرامونه به هم د ښار په نورو برخو کې هم پلي شي.