د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د محمودخان پله د ساعت ټاور د روښنایۍ فعالولو چارې بشپړې او ورسره ښاري ښکلا رامنځته شوه

13 سرطان 1401

د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو  او ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د محمود خان پله د ساعت تاریخي ټاور د څراغونو فعالولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. له دې څراغونو سره به ښاري ښکلا ډیره شي او په پام کې ده دا کار د ښار په نورو برخو کې هم ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد وویل چې، ښاري ښکلا رامنځته کول د کابل ښاروالۍ له مهمو پروګرامونو څخه دي، چې د ډیر شمیر ښاریانو له هرکلي سره مخ شوي دي. ښاغلي زاهد زیاته کړه چې،کابل ښاروالي د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کوي، څو د خلکو په رواني دید کې بدلون راشي او هغوی ته غوره احساس ورکړي. دا پروګرام به یو پر بل پسې د ښار په بیلابیلو برخو کې پلی شي. دغه راز د دکابل ښاروالۍ د کلتوري چارو آمر انعام الله اماني وویل چې، د ښاري ښکلا په پروګرامونو کې د تاریخي او فرهنګي موډلونو نصبول، نقاشي، د تنویر څراغونو فعالول، د سړک د جدولونو رنګول، د کټارو بیارغونه،د پلو لارو په تیږو فرش، چمن کرل، پلستر او مرمر کاري، د ونو او ګلانو کینول او د ښاري تاریخي ارزښتونو بیارغول شامل دي. کابل ښاروالۍ په وروستیو څو میاشتو کې د ښار په ۱۱ برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي کړي دي او دا پروګرام د پراختیا په حال کې دی.