الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د میلاد منار د ښکلا او بیارغونې چارې پیل شوې

12 سرطان 1401

د ښاري ښکلا پروګرامونو پلي کولو پر دوام، د لوی اختر را رسیدو په موخه د لومړۍ ناحیې اړوند د میلاد منار د بیارغونې او ښکلا چارې د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وايي: ښاري ښکلا د دې سربیره چې یو ارزښت دی د غوره او پاک چاپیریال ښکارندويي هم کوې او خلکو ته غوره احساس ورکوي. د میلاد منار د بیارغونې په چارو کې رنګ او د ښکلا څراغونو فعالول شامل دي. میلاد منار ۳۰ متره لوړوالی لري چې په سر کې یې د کابل ښاروالۍ لوګو هم شته . یاد منار په ۱۳۹۱ کال کې د کابل ښاروالۍ له لوري جوړ شوی دی.