الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کوټه سنګي سیمه کې د ښاري نظم په موخه عملیات ترسره شول

12 سرطان 1401

د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمښت او بشپړ ښاري نظم ته د رسیدو په موخه، په کوټه سنګي (میرویس میدان) سیمه کې دښاري نظم راوستو په موخه عملیات ترسره شول او د دریمې ناحیې اړوند یو شمیر سیمې په بشپړه توګه له ښاري بې نظمیو پاکې شوې. دغه راز هغه ناقانونه ګرځنده کراچۍ چې دسړکونو او پلولارو د بندیدیو او بې نظمۍ سبب ګرځیدلې وې پاکې شوې. په یادو عملیاتو کې خپل سرو موټر تم ځایونو ته هم رسیدنه وشوه او ځانګړو ځایونو ته ولیږدول شول او یو شمیر ښاري سرغړونکي جریمه او تادیب شول. له یادې سیمې به د دریمې ناحیې مسئولان دوامداره څارنه کوي څو بیا ځل ښاري بې نظمۍ رامنځته نه شي.