د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پل محمودخان کې د تاریخي ساعت ټاور د روښنایۍ فعالولو چارې پیل شوې

9 سرطان 1401

د لوی اختر د رارسیدو او د ښاري ښکلا رامنځته کېدو په موخه د محمود خان په پله کې د ساعت تاریخي ټاور د روښنایۍ فعالولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئيس قاري ولي ګل جواد وايي، یاد رياست ژمن دى څو د لوی اختر تر رارسېدو پورې د کابل ښار بڼه نوره هم ښکلې شي.  نوموړي زیاته کړه چې د ساعت تاریخي ټاور یو له همدې کارونو څخه دی، چې د روښنایۍ فعالولو چارې یې پیل شوې دي. په پل محمودخان سیمه کې ساعت تاریخي ټاور د لومړي ځل لپاره په ۱۳۱۲ لیږدیز لمریز کال کې د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړ شو ، چې بیا د کورنۍ جګړې له امله بیرته ویجاړ شو. وروسته یو ځل بیا په ۱۳۹۲ کال کې د کابل ښاروالۍ په هڅو ورغول شو.