
د کابل ښاروالۍ کارکوونکو او پرسونلو په خپله خوښه خپل د یوې ورځې معاش په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او همدردۍ شریکولو په توګه ډالۍ کړ. یادې پیسې به ډیر ژر د مرستندویه بنسټونو په مرسته د خوست او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو کورنیو ته ورسیږي.


