د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رغونې او بیا رغونې د یو شمیر پروژو عملي چارې پیل کیږي

8 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سید عصمت الله عاصم د رغونې او بیارغونې پروژو د پلي کیدو په اړه له یو شمیر تخنیکي مسئولانو سره غونډه ترسره کړه. د کابل ښاروالۍ مرستیال وویل چې، د پروژو تدارکاتي چارې دې هرڅه ژر پیل شي او په دې برخه کې یې مسئولانو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې، تر لاس لاندې پروژې دې په پوره دقت او غوره کیفیت پلې شي او د تخنیکي اسنادو پر بنسټ دې د تخنیکي مسئولانو له لوري له پروژو وخت ناوخت څارنه شي، څو له سرچینو او فرصتونو غوره ګټه واخیستل شي. ټاکل شوې ده د تدارکاتي پړاونو تر پای ته رسیدو وروسته د رغونې او بیارغونې د یو شمیر پروژو چارې په عملي توګه پیل شي.