د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اختر په ورځو کې د کثافاتو د مدیریت په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

14 سرطان 1401

د لوی اختر په ورځو کې د څارویو حلالولو له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو د غوره مدیریت په موخه له دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او د ځوانانو شورا له استازو سره د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستانی له عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو وغوښتل، څو دوی په خپلو اړوند سیمو کې ښاریانو ته ورسوي چې، څاروي د کابل ښاروالۍ له لوري له ټاکل شویو ځایونو وپلوري او د اختر په ورځو کې د څارویو له امله رامنځته کیدونکي کثافات په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي. د غونډې ګډونوالو په خپلو خبرو کې له کابل ښاروالۍ سره د اختر په ورځو کې د کثافاتو د مدیریت په اړه د مرستې کولو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې هڅه به وکړي څو دلته وړاندې شوي معلومات په خپلو سیمو کې له ښاریانو سره شریک کړي. د ښاري خدمتونو په ټولو برخو کې د ښاریانو په ځانګړې توګه د دیني عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو رول مهم بلل کیږي ځکه دوی د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د ارتباطي پل حیثیت لري. کابل ښاروالۍ سږ کال د ښاري تاسیساتو د ساتنې، د ناروغیو له خپریدو څخه د مخنیوي او ښاریانو ته د آسانتیاو برابرولو په موخه د کابل ښار په بیلابیلو زونونو کې د څارویو پلورلو لپاره ځانګړي ځایونه ټاکلي دي. د غونډې په وروستی برخه کې د اختر په ورځو کې د کثافاتو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري ترتیب شوي معلومات په ګډونوالو وویشل شول.