د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دهمزنګ څلي د روښنایۍ فعالولو چارې دوام لري

14 سرطان 1401

د لوی اختر د را رسیدو په مناسبت او د ښاري ښکلا پروګرامونو پلي کولو پر دوام، د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري د دهمزنګ څلي د روښنایۍ په فعالولو کار روان دی. د تاریخي او فرهنګي میراثونو ساتل او بیارغونه د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی، چې په وروستیو کې په همدې موخه د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښاري ښکلا پروګرامونه پلي شوي دي. ښاري ښکلا کولای شي ښاریانو ته غوره او هیله بښونکی احساس ورکړي او په رواني دید کې یې غوره بدلون راولي. دهمزنګ څلی شپږ متره لوړوالی لري او د دریمې ناحیې اړوند په دهمزنګ څلورلارې کې موقعیت لري، چې سل کاله مخکې د نایب عبدالوکیل خان نورستاني د میړانې او زړورتیا سمبول بلل کیږي.