د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د ۷ ناحیې د ۳۸ ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې ښاغلي برهان الدین وکولای شول د ۱۸۱ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ خپله کړي. ګذر وکیل د ښاروالیو قانون د ۵۴ او د ګذر وکالت ټاکنو د نوې مقررې د ۱۳ مادې پر بنسټ د ورکړل شویو مسئولیتونو له مخې له کابل ښاروالۍ سره همکاري کوي. د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.
د اومې ناحیې د ۳۸ ګذر لپاره وکیل وټاکل شو.
13 سرطان 1401