د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څارویو د پلور له ټاکل شوو ځایونو څارنه وشوه

15 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې د لوی اختر د قربانۍ په موخه د کابل ښاروالۍ له لوري د څارویو پلورلو له ټاکل شوو ځایونو څارنه وکړه او د ښاري تاسیساتو له ویجاړیدو څخه د مخنیوي او آسانتیاو رامنځته کولو په برخه کې یې مسئولانو ته یو شمیر سپارښتنې وکړې. د څارنو په لړ کې یو شمیر څاروي پلورونکي چې د سړک تر غاړو یې ناقانونه څاروي پلورل، ځانګړو ځایونو ته ولیږدول شول. د ښاري تاسیساتو، سړکونو او ګلدانونو له ویجاړیدو څخه د مخنیوي په موخه به د مسئولانو څارنې روانې وي. کابل ښاروالۍ د څارویو پلورلو لپاره په ختیځ زون کې د ۱۶ ناحیې اړوند د قلعه زمان سړک پر مسیر الوخیلو سیمه، په لودیځ زون کې د شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان مانۍ لودیځ او د عدلیې وزارت ختیځ لوري ته سیمه، په سویل زون کې پخواني بالاحصار ته مخامخ کول حشمت خان سیمه او په شمال زون کې د اولسمې ناحیې اړوند مزار هډې ته نیږدې د کابل امنیتي کمربند سیمې د څارویو موقت پلورځایونه ټاکلي دي. هیله کیږي څو ښاریان هم د ښار په پاکۍ او د ښاري تاسیساتو د ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.