الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شهرنو پارک د معیاري بیارغونې په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

15 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج مولوي سید عصمت الله عاصم، د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک، د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د کابل ښاروالۍ د تخنیکي مسئولانو په ګډون د شهرنو پارک د معیاري بیارغونې په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه. له بحث او خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه څو د یاد پارک د زرغونتیا د پراخولو، د پلو لارو د بیارغونې، کانټین، سپورتي لوبغالو، د اوبو فوارو، د اوږدو چوکیو د نصب، معیاري کټارو او ګلدانونو جوړولو په موخه اړینې کړنې ترسره شي. د شهرنو پارک ۹۲۳۴۸ متر مربع پراخوالی لري او د کابل ښار یو له مهمو پارکونو شمیرل کیږي. د شهرنو پارک د بیارغونې په موخه به تخنیکي او  فني مطالعات ډیر ژر پیل شي او دا پارک به په یوه مناسب تفریحي ځای بدل شي.