د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شعر شپه د هیواد د بیلابیلو ژبو شاعرانو په شعرونو تر ډیره رڼه وه

14 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ له لوري د هیواد د بیلابیلو پرګنو ترمنځ د یوالي د ټینګښت او د ا.ا.ا له نظام څخه د ملاتړ په موخه د ( شعر شپه) ترسرلیک لاندې فرهنګي او ادبي پروګرام ترسره شو. په دې ادبي او شعري پروګرام کې استادانو، شاعرانو، لېکوالانو، ژورنالیستانو او د کابل ښاروالۍ مشرتابه ګډون کړی وو. لومړی د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وښوده څو دا د ادب او شعر شپه ګډونوالو ته ښه خاطره جوړه شي. نوموړي د شعر شپې پروګرام موخه د فرهنګي او ادبي ارزښتونو ساتل، یو بل منل او د هیواد د پرګنو ترمنځ یوالی یاد کړ. وروسته د هیواد د بیلابیلو ولایتونو او ژبو شاعرانو د هیودانۍ مینې، یوالي، ملي ارزښتونو، آزادۍ او آبادۍ په اړه شعرونه واورول او غوښتنه یې کړه چې دا ډول ناستې باید ډیرې شي، ځکه په دې توګه د هیواد فرهنګ، ادبیاتو او تمدن ته درناوی کیږي. د شعر شپه تر ډیره د مینې او ورورولۍ په فضا کې په شعرونو رڼه وه.