الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت د کابل ښاروال پیغام

17 سرطان 1401

په دې توګه د نیکمرغه لوی اختر د را رسیدو په مناسبت خپلې نیکې هیلې او مبارکۍ د افغانستان مسلمان او متدین ولس او د کابل درنو ښاریانو ته وړاندې کوم. لوی اختر د لوی خدای ج پر وړاندې د قربانۍ او سرښندنې خوندوره او ښکلې بڼه ده. هیله لرم څو ټول د ښار د پاکۍ او صفایۍ په موخه، د څارویو له امله د رامنځته کیدونکو کثافاتو د مدیریت او لیږد په برخه کې د زیارکښه نارنجي اغوستونکو ملتیا وکړو. له لوی اختر څخه باید زده کړو چې زړونه مو باید د یو او بل پر وړاندې له کینې پاک وي او ټول د ګاونډیتوب او ښاري اصولو په پام کې نیولو سره ښاري ژوند تیر کړو. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست زیارکښه پرسونل به د اختر په ورځو کې هم د ګرانو ښاریانو په خدمت کې وي، څو د ښار پاکۍ او صفایۍ ته رسیدنه وشي. له ټولو ښاریانو هیله لرم څو د ښار په پاکۍ او صفایۍ کې زموږ ملتیا وکړي. ستاسو د سلامتیا، روغتیا او خوښۍ په هیله .

په درنښت

کابل ښاروال 

مولوی عبدالرشید بلوڅ