د پنځمې ناحیې اړوند د کوټه سنګي سیمه له ښاري بې نظمیو په بشپړه توګه پاکه شوې ده او ښاریانو ته ډیر شمیر ښاري آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د ګرځنده کراچیو مالکان او هغه کسان چې د هټیو مخې ته یې ناقانونه رغونې کړې وې، تادیب او جریمه شوي دي. دغه راز په یاده سیمه کې د لیني موټرو تم ځایونه هم تنظیم شوي دي او د کابل ښاروالۍ مسئولان به په یاده سیمه کې له ښاري نظم دوامداره څارنه کوي.
په کوټه سنګي سیمه کې ښاري نظم ساتل کیږي
25 سرطان 1401