د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ده عربانو سیمه کې د وردګو کوڅې کانګریټ چارې روانې دي

23 سرطان 1401

د پنځمې ناحیې اړوند د ده عربانو په سیمه کې د وردګو کوڅې کانګریټ چارې چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د وردګو او ورڅیرمه کوڅو کارنګریټ چارې به د ۳۰۰ مترو په اوږدوالي ترسره شي. اوس مهال د دې پروژې ۱۵۶ متره کانګریټ چارې ترسره شوې دي، چې ډیر ژر به یې د پاتې برخې کانګریټ چارې هم بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د یادې کوڅې په کانګریټ کیدو سره به د سیمې د خلکو د خاورو او خټو ستونزې حل شي او خلکو ته به ډیر شمیر ټولنیزې او اقتصادي آسانتیاوې رامنځته شي. محرومو سیمو ته پاملرنه د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی او مالي امکاناتو او سرچینو ته په کتو به په بیلابیلو محرومو ناحیو کې د رغونې او بیارغونې پروژې پلې شي.