الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تنګي غارو په سیمه کې د زرغون کمربند پروژې خړوب او ساتنه کیږي

23 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پرسونل د تنګي غارو تپې په ۲۰۱۰ هکتاره ځمکه کې د ۱۰۵.۰۰۰ نیالګیو، میوه لرونکو او غیر میوه لرونکو ونو په خړوب او ساتنه بوخت دي. له دې وړاندې د دې سیمې د ساتنې او خړوب مسئولیت د کرنې او اوبو لګولو وزارت په غاړه وو، چې په وروستیو کې یې مسئولیت کابل ښاروالۍ ته وسپارل شو. د تنګي غارو تپې زرغون کمربند اوس د یوې ژورې څاه له لارې د واټرپمپ په وسیله خړوب کیږي. د یادې سیمې د غوره ساتنې او خړوب لپاره ډیر شمیر تخنیکي او انساني سرچینو ته اړتیا لیدل کیږي.