یو تن فرصت غوښتونکي غوښتل د اختر له رخصتۍ څخه په ګټې اخیستنې، د شپاړلسمې ناحیې اړوند د قلعه زمان خان سړک پر مسیر دوه بسوې ځمکه غصب کړي، چې مخنیوی یې وشو. د غاصب ناقانونه تاسیسات ونړول شول او یاده موضوع د مسئولانو تر څیړنې او پلټنې لاندې ده. کابل ښاروالي له ښاري سیمو او دولتي ځمکو دوامداره څارنه کوي او د ځمکو او ښاري سیمو له غاصبانو سره جدي قانوني چلند کیږي.
د قلعه زمان سړک پر مسیر د ځمکې له غصب مخنیوی وشو
23 سرطان 1401