الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د میوې مارکیټ په سیمه کې ښاري نظم ساتل کیږي

27 سرطان 1401

د څلورمې ناحیې د مسئولانو په هڅو د میوې مارکیټ په سیمه کې تر پخوا ښاري نظم رامنځته شوی دی او د خلکو په تګ راتګ کې آسانتياوې راغلې دي. هغه ګرځنده کراچۍ چې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو سبب ګرځیدلې، له یادې سیمې په بشپړه توګه پاکې شوې. یو شمیر اصناف او هټیوال چې د خپلو توکو په ایښودو یې پلې لارې بندې کړې وې، نغدي جریمه شول او قانوني چلند ورسره وشو. اړینه ده څو لاسي توکي پلورونکي او ګرځنده کراچۍ باید د سړکونو او پلو لارو د بندیدو سبب ونه ګرځي. د څلورمې ناحیې مسئولان وایي چې د یادې ناحیې په نورو سیمو کې به هم د ښاري نظم راوستو لپاره هڅې وشي.