د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له تهیه مسکن تر سرای شمالي سړک د اصلي ليکو دویم او دریم پړاو قیرچارې د بشپړیدو په حال کې دي

27 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له تهیه مسکن څلورلارې تر سرای شمالي سړک د اصلي لیکو دویم او دریم پړاو قیر چارې به ډیر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. دغه راز د یاد سړک پر وړاندې د شته خنډونو، خپلسرو هټیو او تر استملاک لاندې کورونو په لمنځه وړلو او پاکولو هم کار پیل شوی دی. کابل ښاروالي پلان لري څو له پروان سه تر سرای شمالي د سړک چارې په څلورو اصلي او فرعي لیکو کې د ۶۰ متره په پراخوالي او ۲۴۶۰ مترو په اوږدوالي د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون په روان کال کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاري. کلونه کیدل د یاد سړک قیر چارې د استملاکي ستونزو له امله ځنډیدلې وې، چې اوس مهال یې کارونه چټکۍ سره په پوره دقت او معیاري توګه د بشپړیدو په حال کې دي.