د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوی سید عصمت الله عاصم او د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال مولوی محمد خالد سجستانی په اتمه ناحیه کې له ښاري نظم، د بازارونو له وضعیت، له جواز سره سم د ودانیو جوړولو او د ښاري خدمتونو له وضعیت څارنه وکړه او مسئولانو ته یې اړینې سپارښتنې وکړې. د کابل ښاروالۍ مشرتابه له مسئولانو وغوښتل څو د خدمتونو په وړاندې کولو کې د ښاریانو رضایت ترلاسه کړي.
د اتمې ناحیې له یو شمیر سیمو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لیدنه
26 سرطان 1401