د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د یولسمې ناحیې د ۵ ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې په پایله کې یې نصیب الله ساپي وکولای شول د ۴۵۵ رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ خپله کړي. د ګذر وکالت ټاکنې لومړی په هغه ناحیو کې چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وي او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي، ټاکنې کوي او وروسته دا پروسه ټولو ناحیو ته غځوي.
د یولسمې ناحیې د ۵ ګذر لپاره وکیل وټاکل شو.
26 سرطان 1401