الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په اوومه ناحیه کې د لمریزې بریښنا د نصب او د لښتیو جوړلو پروژو چارې پیل شوې!

30 سرطان 1401

د ملګرو ملتونو د اسکان دفتر په مالي مرسته د اوومې ناحیې اړوند په تڼي کوټ سیمه ۲۴ ګذر کې د واټونو روښانولو لپاره د لمریزې بریښنا نصبولو او دغه راز د یادې ناحیې اړوند په نیله باغ سیمه ۱۷ ګذر کې د اوبو لښتیو جوړولو پروژو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. د پیل په مراسمو کې د اوومې ناحیې رئیس مولوي سراج الدین، د سیمې مشرانو او د یادې ناحیې اوسیدونکو ګډون کړی وو او د یادو پروژو د چارو له پیل یې خوښي څرګنده کړه. ټاکل شوې ده د تڼي کوټ په سیمه کې ۲۸ پایې سولر د ۲۲۳۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د سړکونو د روښانولو په موخه ولګول شي او دغه راز په نیله باغ سیمه کې د ۱۰۲۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۴۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لښتي جوړ شي.