د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ او دویمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د ښاري فرهنګ د ودې په موخه غونډه ترسره شوه!

30 سرطان 1401

 

د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري له ګذر وکیلانو سره د عامه پوهاوي غونډو پر دوام، د لومړۍ او دویمې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور بیا په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلان د خپلو سیمو مشران یاد کړل چې په وینا یې د ګذر وکیلانو له همکارۍ پرته کابل ښاروالۍ نشي کولای ټولو چارو ته ورسیږي. نوموړي له ګذر وکیلانو وغوښتل څو په پوره ریښتینولی، ژمنتیا او احساس خپل مسئولیتونه ادا کړي.  د کابل ښاروالۍ مرستیال دغه راز زیاته کړه چې دوی له ګذرونو د څارنې لړۍ پیل کړې ده او هغه وکیلان چې غوره کړنې یې ترسره کړې وي د کابل ښاروالۍ له لوري به وستایل شي. ورپسې په خپل وار د زرغونتیا ، تنظیف او د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاستونو له لوري په اړوند برخو کې اړین معلومات له ګذر وکیلانو سره شریک شول. د ګذر وکیلانو په استازیتوب سید حسن پرویزي ژمنه وکړه چې له کابل ښاروالۍ به اوږه په اوږه د ښار د ښکلا، آبادۍ او پاکۍ په برخه کې کار کوي. ګذر وکیلان د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د پل حیثیت لري او د ښار په هره برخه کې یې رول ګټور او اړین دی.