د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې ښاري نظم وڅارل شو!

29 سرطان 1401

د ښار په مرکزي برخو کې غوره ښاري نظم ته د رسیدو په موخه د کابل ښاروالۍ د لومړی ناحیې او د زون د ناحیو د رئیس محمد عالم عاصم او د لسمې ناحیې ناحیې د رئیس مولوي نور الوهاب له لوري د شهرنو، وزیرمحمد اکبرخان، عامې روغتیا څلورلارې، هوايي ډګر سړک، هنګرها څلورلارې او وزیر آباد سیمو کې له ښاري نظم څارنه وشوه. د څارنې په لړ کې هغه ګرځنده کراچۍ، لاسي توکي پلورونکي، موټر مینځونکي، لیني موټر او تیل پلورونکي چې د پلو لارو او سړکونو د بندیدو او د ښاري نظم ګډوډیدو سبب ګرځیدلي وو تنظیم او ځانګړو ځایونو ته ولیږدول شول. هغه اصناف او هټیوال چې د هټیو مخې ته یې ناقانونه رغونې کړې وې، تادیب او جریمه شول او اخطار ورکړل شو څو بیا ځل د ښاري بې نظمۍ سبب ونه ګرځي. په همدې توګه له ګرځنده کراچیو هم څارنه وشوه او هغوی وپوهول شول څو له ښاري اصولو او قوانینو سره برابر فعالیتونه ترسره کړي. د کابل ښاروالۍ مسئولان هڅه کوي څو په لسمه ناحیه کې د ښاري نظم لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي او یاده ناحیه په بشپړه توګه له بې نظمیو پاکه کړي.