الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

نویو ټاکل شوو ګذر وکیلانو ته د هغوی مسئولیتونه ور وپیژندل شول!

29 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن (منصور) نویو ګذر وکیلانو ته د اړینو معلوماتو وړاندې کولو سربیره، هغوی ته د ګذر وکیلانو مسئولیتونه او صلاحیتونه وروپیژندل. نوموړي ټینګار وکړ چې د لایحې له مخې د ګذر وکیلان د خلکو او مسئولانو تر منځ د پل حیثیت لري او باید د ښاریانو د ستونزو په هوارولو کې خپل ټولنیز او اخلاقي مسئولیت ادا کړي. د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال زیاته کړه، چې کابل ښاروالي نشي کولای په یوازې توګه د خلکو ښاري ستونزې حل او مدیریت کړي او باید خلک او د ګذر وکیلان په پوره همغږۍ په دې برخه کې لاس په کار شي،څو دښاریانو ستونزې تر مسؤلانو ورسوي. نوموړي ځان د خلکو خدمتګار یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د ښاري فرهنګ د ودې او د خلکو د ستونزو په حل کولو کې به بې دریغه هڅې کوي.