الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د څارویو حلالولو لپاره ځانګړی معیاري ځای جوړیږي!

29 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په تخنیکي غونډه کې پریکړه وشوه، څو د ښار په بیلابیلو زونونو کې د څارویو حلالولو لپاره ځانګړي معیاري او دایمي ځایونه جوړ شي. په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک، د ښاري خدمتونو چاپیریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او د تخنیکي او فني ریاستونو رئیسانو ګډون درلود. په یاده غونډه کې د ښاري چاپیریال د سالم ساتلو، د هټیو مخې ته د څارویو له حلالولو څخه د مخنیوي او روغتیايي سپارښتنو ته په کتو د څارویو حلالولو لپاره د دایمي معیاري ځایونو د جوړولو په بحث وشو او اړینې پریکړې ترسره شوې.