الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د یو شمیر مراجعینو ستونزې واوریدې!

27 سرطان 1401

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج مولوي سیدعصمت الله عاصم د ښاریانو ستونزو ته د رسیدو په موخه د یادې ادارې له یو شمیر مراجعینو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې، د خلکو غوښتنو او اړتیاو ته په کتو مسئولان خدمت کولو ته چمتو دي او په دې برخه کې ورته ناغیړي او غفلت د منلو وړ نه دی. ښاغلي عاصم زیاته کړه، چې ښار د ټولو ګډ کور دی او ټول یې پر وړاندې  فردي او ټولنیز مسئولیتونه لرو، چې باید په سمه توګه یې ادا کړو. نوموړي وویل چې موږ د خدمت کولو په برخه کې ریښتیني یو او هڅه کوو څو د کابل ښاریانو رضایت ترلاسه کړو او ښاریانو ته کاري پړاونه ساده او آسانه کړو.