د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو ریاست له لوري د ګذر وکالت ټاکنو پر دوام د اتمې ناحیې د نهم ګذر لپاره ټاکنې ترسره شوې چې، په پایله کې یې ښاغلي سردارولي وطندوست وکولای شول د خلکو د ډیرو رایو په ترلاسه کولو سره د یاد ګذر د وکالت څوکۍ وګټي. ډیر ژر به د هغه ګذرونو لپاره چې وکیل یې مړ وي، له دندې یې استعفا ورکړې وې او یا ترې د خلکو شکایت موجود وي ټاکنې ترسره شي. ګذر وکیل د خلکو او مسئولانو ترمنځ د پل حیثیت لري او اړینه ده د خلکو واقعي خدمتګار و اوسي.
د اتمې ناحیې د نهم ګذر لپاره وکیل وټاکل شو!
2 اسد 1401